Search

طالبانو او ازبیکستان د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

News image
20 غویی 1405 - 08:03

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبیکستان د قره‌قالپاقستان د پارلمان له رئیس امان‌بای اورینبایف او ورسره مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

د طالبانو د ریاست الوزرأ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده لیدنه د شنبې په ورځ د د غوايي په ۱۹مه ترسره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې، حنیفي ټینګار کړی چې افغانستان او ازبیکستان ژور دیني، تاریخي، کلتوري او ټولنیز مشترکات لري چې باید لا زیات پراخ او پیاوړي شي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو مشرتابه او چارواکي له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ازبیکستان سره، د دوستانه او ورورولۍ اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې وویل، سراسري امنیت او د سوداګرو او پانګوالو لپاره برابرې شوې اسانتیاوې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان غواړي د تخنیک او کرنې په ګډون له بېلابېلو برخو کې د ازبیکستان له تجربو ګټه واخلي.

بل لور ته، د قره‌قالپاقستان د پارلمان رئیس امان‌بای اورینبایف د ازبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، د دوی سیمه د منرالونو، سمنټو، آهکو، نفت او ګازو په ګډون له بېلابېلو طبیعي سرچینو برخمنه ده.

اورینبایف زیاته کړه، ټاکل شوې ده نن په مزارشریف ښار کې د افغانستان او قره‌قالپاقستان ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شي، چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام وي.

هغه قره‌قالپاقستان د ازبیکستان د ترانسپورټي دروازې په توګه یاد کړ او ویې ویل چې کولای شي د خامو موادو د پروسس او نورو اقتصادي برخو کې له افغانستان سره نږدې همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا، قره‌قالپاقستان د سوداګرو او پانګوالو لپاره ځانګړي امتیازات، لکه د مالیاتو تخفیف، برابر کړي او د افغان پانګوالو له فعالیتونو هرکلی کوي.

د خبرپاڼې له مخې د لیدنې په پای کې، مولوي عبدالسلام حنفي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان غواړي له ازبیکستان سره په سوداګرۍ، ترانزیټ، کلتور او ګرځندوی برخو کې اړیکې لا پراخې کړي، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو د تاریخي او فرهنګي ځایونو د لیدنې او تبادلې په برخه کې.