Search

طالبانو له یونیسف سره د روغتیايي مرستو پر زیاتوالي خبرې کړې دي

News image
17 غویی 1405 - 12:29

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له رئیس ډاکټر تاج‌الدین اوېلا سره د هېواد لپاره د روغتیايي مرستو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي او د دغو مرستو د پراخېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د لیرې پرتو سیمو لپاره د روغتیايي خدماتو او اسانتیاوو برابرولو، د واکسیناسیون پروګرامونو د ملاتړ او د روغتیايي سکټور د ګډو پروژو په اړه بحث کړی دی.

سرچینه زیاتوي، اوېلا په دې ناسته کې نور جلال جلالي ته ډاډ ورکړی چې یونیسف له افغانستان سره خپلو روغتیايي مرستو ته ژمن دی او ویلي یې دي چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.