بي بي سي راپور ورکړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی نوین الحق د انګلستان د «بلاست» شل اوریز لیګ له سیالیو لاس په سر شوی دی.
نوین الحق تر دې وړاندې د انګلستان له یارکشایر کلب سره تړون لاسلیک کړی و، خو نوموړي بي بي سي ته ویلي چې غواړي د افغانستان د ملي لوبډلې راتلونکو سیالیو ته بشپړ چمتووالی ونیسي.
هغه ویلي: «په دې هیله چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبو ته چمتو شم، په بلاست سیالیو کې ګډون نه کوم. ما یارکشایر کلب ته خبر ورکړی چې له بده مرغه نه شم کولای له دوی سره ولوبېږم.»
نوین الحق څو میاشتې وړاندې د اوږې د ټپ له امله په لندن کې جراحي عملیات کړي وو. د همدې ټپ له کبله نوموړی ونه توانېد چې د اسیا جام او د افغانستان د ملي لوبډلې په نورو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه افغان لوبغاړي د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې راهیسې په هېڅ نړیواله لوبه کې ګډون نه دی کړی، خو په شل اوریزو لیګونو کې یې وروستۍ لوبه شاوخوا څلور میاشتې وړاندې ترسره کړې وه.
نوموړی وروسته لندن ته د درملنې لپاره ولاړ او د روغتیايي پړاو پر مهال یې د انګلستان له یارکشایر کلب سره د «ویټالیټي بلاست» لیګ لپاره تړون وکړ.
ویټالیټي بلاست د انګلستان او ویلز د شل اوریز کرکټ غوره لیګ بلل کېږي چې د ۱۸ کلبونو په ګډون ترسره کېږي.
نوین الحق د افغانستان لپاره په ۱۵ یو ورځنیو نړیوالو او ۴۸ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې ده.
هغه په یو ورځنیو سیالیو کې ۲۲ ویکټې او په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۶۷ ویکټې ترلاسه کړې دي.
نوین الحق تر دې مهاله د نړۍ په بېلابېلو شل اوریزو لیګونو کې لوبېدلی او په ټولیز ډول یې په ۲۲۳ سیالیو کې ۲۷۱ ویکټې اخیستې دي.