په کندهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د دې ولایت په ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې پر اته جریبه ځمکه مځکني توت کرل شوي دي.
د یاد ریاست په وینا، تمه ده چې د هر جریب حاصل تر څلورو مټریک ټنو
پورې ورسېږي، چې په ټوله کې به د پام وړ تولید وړاندې کړي.
چارواکي زیاتوي چې دغه کښت د کوکنارو لپاره یو مناسب بدیل بلل کېږي او
تر دې دمه یې ښې پایلې هم ورکړې دي.
د معلوماتو له مخې، تېر کال هم په کندهار کې پر اته جریبه ځمکه مځکني
توت کرل شوي وو، چې ټول حاصلات یې شاوخوا ۲۴ مټریک ټنو ته رسېدلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د کوکنارو د کښت د کمېدو
له هڅو سره هممهاله، د بدیلو کرنیزو محصولاتو پراختیا ته پاملرنه زیاته شوې ده.
کارپوهان وایي، که بزګرانو ته د بازار موندنې اسانتیاوې او تخنیکي
ملاتړ برابر شي، نو مځکني توت او ورته نور حاصلات کولی شي د کروندګرو لپاره د عاید
یوه دوامداره سرچینه وګرځي.