د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي، د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به د هېواد راتلونکی د بشري ځواک له جدي بحران سره مخ کړي، په ځانګړي ډول د پوهنې او روغتیا په برخو کې.
کرزي د ۱۴۰۵ کال د غويي په ۱۰مه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) راپور ته په اشارې سره په خپلې ایکس پاڼه لیکلي، که اوسنی وضعیت دوام ومومي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې له څه باندې ۲۰ زره ښوونکو او له ۵ زره زیاتې ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي، او د زدهکړو څخه د محرومو نجونو شمېر به له دوو میلیونو واوړي.
هغه د دې وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د هېواد ملي وړتیاوې کمزورې کوي او افغانستان د بهرنیو مرستو پر وړاندې لا ډېر متکي کوي.
کرزي زدهکړې یو بنسټیز اړتیا بللې او یو ځل بیا یې د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو د سمدستي پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د هغه په وینا، د ټولو ځوانانو لپاره—که نجونې وي که هلکان—د زدهکړو زمینې برابرول کولای شي د هېواد د ستونزو په حل او د بهرنیو مرستو د اړتیا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې له څلورو کلونو ډېر وخت کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بېبرخې دي.