د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په جریان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارو ۸۷۳ زره او ۹۸۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس
ویلي، په دې لېږد کې ۹ زره او ۲۸۵ مټریک ټنه د افغانستان د وچې مېوې او انارو د جوس صادرات دي چې یو
شمېر هېوادونو ته صادر شوي، او پاتې برخه یې د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي چې
له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.
د هغه په وینا، دغه لېږدونه د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات–خواف د
اوسپنې پټلۍ له لارو ترسره شوي دي.