د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۲۷ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان
کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.
د معلوماتو له مخې، ازاد شوي بندیان د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن–سپین
بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي او له لومړنیو مرستو ترلاسه کولو
وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۳۳۴ تنه افغان
بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.