د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا ټلیفوني خبرې د سیمې د چټکو بدلونونو په دوام ترسره شوې دي.
په دې خبرو کې، د کاناډا لومړي وزیر د ایران له لوري پر سعودي عربستان شوي بریدونه غندلي او د تاوتریخوالي د کمولو او زغم ته د بلنې په برخه کې د سعودي عربستان د رول ستاینه کړې ده.
کارني همداراز د دې کړکېچ پر مهال د سعودي عربستان له هڅو مننه کړې، چې له ډلې یې د څه باندې ۳۰۰ کاناډايي وګړو خوندي انتقال هم شامل دی.
په دې ټلیفوني تماس کې، دواړو لورو د انرژۍ، خوړو، مهمو منرالونو، دفاع او هوايي فضا په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې په راتلونکې کې به خپلې نږدې اړیکې او تماسونه دوامداره وساتي.