اروپايي ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی چې له طالبانو سره یې تعامل د رسمي پېژندنې معنا نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې به د بشري مرستو او څارنې د هڅو لپاره خپل عملي حضور ته دوام ورکړي.
د اروپايي کمیسیون د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاند اډالبرټ جانز په یوې وروستۍ خبري ناسته کې ویلي، د یادې ټولنې تعامل له طالبانو سره یوازې عملي بڼه لري او باید سیاسي پېژندنه ونه بلل شي.
نوموړي زیاته کړې چې اروپايي ټولنې ته د خپلې شورا له لوري دنده سپارل شوې څو په افغانستان کې له حاکمو چارواکو (طالبانو) سره عملي اړیکې وساتي. د هغه په وینا، دا تعامل محدود دی او د طالبانو د رسمي پېژندنې هېڅ ډول معنا نه لري.
جانز همداراز ویلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي، او دا چاره ورته زمینه برابروي چې د اړیکو لارې اسانه کړي، د هېواد وضعیت وڅاري، د غړو هېوادونو ملاتړ وکړي او د افغانانو د ګټې لپاره مرستو ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له افغانستان د بشري لاسرسي او کډوالۍ د مدیریت په برخو کې د تعامل پر څرنګوالي نړیوال بحثونه روان دي.
تر دې وړاندې، د د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی و چې اروپايي ټولنه د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو په اړه د یوې ناستې د جوړولو پر طرحه کار کوي، چې ښايي د طالبانو استازي هم پکې ګډون ولري، سره له دې چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو اندېښنې راپورته کړې دي.