Search

طالبانو او بریتانیا د وروستیو بدلونونو او راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې

News image
9 غویی 1405 - 10:04

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لیندسي سره کتلي او د وروستیو بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په دې کتنه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستی وضعیت، د دوحه څو اړخیزې ناستې او یو شمېر نورې سیمه‌ییزې موضوعګانې ارزولې دي.

د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي چې د افغانستان امنیتي او ټولنیز وضعیت د ناټو او متحده ایالات د ځواکونو د حضور له دورې سره په پرتله «ډېر ښه» شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې طالبان له نړیوالو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو جوړولو ته ژمن دي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

بل لور ته، لیندسي د افغانستان د وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې رامنځته شوې، خواخوږي څرګنده کړې او خپلې لیدلوري یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه له متقي سره شریک کړي دي.

هغه همداراز ویلي چې د بریتانیا حکومت او خلک له افغانستان سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دي او په راتلونکې کې به د تعامل د پراخولو لپاره خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.