Search

فاریاب کې د ۱.۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

News image
8 غویی 1405 - 13:33

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې نن (سه‌شنبه) په فاریاب ولایت کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پیل شوې دي.

د یاد معاونیت په وینا، په دغو پروژو کې د فاریاب له مرکز څخه د بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو ته د برېښنا لېږد، په بلچراغ ولسوالۍ کې د یوه سب‌سټېشن جوړول، او په بلچراغ او پښتونکوټ ولسوالیو کې د برېښنا د لېږد شبکو پراختیا شامله ده.

سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې دغه پروژې د خصوصي شرکتونو له لوري په درې کلونو کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.

د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په درې ولایتونو کې شاوخوا ۶۷۰ زره او ۵۳۵ پېرېدونکو ته برېښنا برابره شي.