Search

تهران: د امریکا له خوا د نفت‌ کښتیو نیول «په نړیوالو اوبو کې غلا» ده

News image
8 غویی 1405 - 08:43

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، د امریکا له خوا له دې هېواد سره د تړلو دوو نفت‌کښتیو د نیولو په غبرګون کې دغه اقدام «سمندري غلا او په نړیوالو اوبو کې وسله‌واله غلا» بللې ده.

بقایي په ایکس کې لیکلي، چې دا اقدام په نړیوالو اوبو کې د سمندري غلا ښکاره قانوني کول دي.

هغه زیاته کړې: «د سمندري غلو بېرته راتګ ته ښه راغلاست، خو په دې توپیر چې اوس د دولتي جوازونو تر سیوري لاندې فعالیت کوي، له رسمي بیرغونو سره تګ راتګ کوي او خپله غلا د قانون پلي کول بولي.»

بلخوا، د متحده ایالات امریکا او ایران پوځي چارواکو د سوداګریزو کښتیو د نیولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د دواړو لورو ترمنځ د تنګه هرمز پر سر کړکېچ لا هم دوام لري.