Search

د جوزجان د یتیم طاق د سیمنټو تولیدي کارخونې د جوړېدو کارونه سبا پیلېږي

News image
6 غویی 1405 - 12:21

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، سبا (دوشنبه) به د جوزجان ولایت د یتیم طاق د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړولو کارونه د ۱۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره پیل شي.

نوموړي ویلي، دغه فابریکه به په ورځني ډول د درې زره مټریک ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري او شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د ساختماني موادو د کورني تولید د زیاتولو هڅه کوي، څو له یوې خوا پر وارداتو تکیه کمه کړي او له بلې خوا د هېواد دننه د کار فرصتونه زیات کړي.

د سیمنټو تولید د صنعتي ودې له مهمو برخو څخه بلل کېږي او په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پروژې تر غور او پلي کېدو لاندې دي.