د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د روسیې د برېښنا یو شمېر معتبرې او سترې کمپنۍ افغانستان ته راشي او د دواړو هېوادونو د ګډو برېښنايي پروژو د تطبیق لومړني کارونه به پیل کړي.
یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه شرکت د عمومي رئیس عبدالحق
همکار په مشرۍ روسیې ته تللي افغان پلاوي د روسیې له چارواکو سره په دې اړه خبرې
کړې دي، او دواړو لورو د تخنیکي همکارۍ او ګډو پروژو د عملي کولو هوکړه کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې دغه روسي کمپنۍ به له افغانستان برېښنا شرکت سره په
ګډه د برېښنا او انرژۍ د تولید په برخه کې ګډې تخنیکي ارزونې ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالحق همکار روسي لوري ته په افغانستان
کې د پانګونې بلنه هم ورکړې ده.