Search

په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو د مېلمستیا پېښې شکمن کس له څو وسلو سره نیول شوی

News image
6 غویی 1405 - 08:54

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د واشنګټن ډي‌سي کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا د ډزو په پېښه کې شکمن کس، چې له ګڼو وسلو سره یې ځان سمبال کړی و، نیول شوی دی.

فاکس نیوز ته د ښار د پولیسو یو مشر ویلي،چې له یاد کس سره یوه شټګن، لاسي تومانچې او څو چړې ورسره وې.

چارواکو ویلي چې شکمن کس هڅه وکړه د امنیتي پوستې له لارې واوړي، خو د امریکا د پټو خدماتو (Secret Service) د غړو له خوا ودرول شو.

د پولیسو مشر ویلي: «کله چې هغه د امنیتي پوستې له لارې منډه وهله، د امریکا د پټو خدماتو د قانون پلي کوونکو ځواکونو هغه ودرول.»

د قانون پلي کوونکو ادارو تایید کړې چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ ډزې تبادله شوې. د پټو خدماتو د یونیفورم څانګې یو افسر د پېښې پر مهال په محافظتي واسکټ لګېدلی، خو ویل کېږي چې روغتیایي وضعیت یې ښه او ثابت دی.

د پولیسو مشر زیاته کړې: «دغه افسر په دې وخت کې ښه حالت کې ښکاري.»

چارواکو ویلي چې شکمن کس د ډزو له امله نه دی لګېدلی او اوس په توقیف کې دی.

لومړني معلومات ښيي چې هغه یوازې عمل کړی او د چارواکو په وینا “یوازې عمل کوونکی” (lone actor) بلل شوی دی.