Search

قالیباف: په ایران کې د تندلارو او منځلارو وېش نشته

News image
4 غویی 1405 - 07:53

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې په دغه هېواد کې ټول خلک «ایرانیان» او «انقلابیان» دي او د ملت او دولت په یووالي سره به د ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.

هغه په اېکس کې په یوه پیغام کې د ملي یووالي پر ټینګار لیکلي چې په ایران کې د «تندلارو» او «منځلارو» په څېر وېشونه مطرح نه دي او ټول وګړي د «ایراني» او «انقلابي» هویت په چوکاټ کې تعریفېږي.

قالیباف د اوسنیو شرایطو په اړه زیاته کړې چې د ایران ملت او دولت به د «اوسپنیز یووالي» او د مشرتابه د لارښوونو په تعقیب د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي یې «متجاوز جنایتکار» بللی، ودرېږي او هغه به پښېمانه کړي.

د ایران د پارلمان رئیس همداراز د «یو خدای، یو رهبر، یو ملت او یوه لار» شعار ته په اشارې سره ویلي چې دا د ایران د بریا لپاره لار ده.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د ایران خلک د خپل مشر په پېژندنه کې له ستونزې سره مخ دي او په دغه هېواد کې د تندلارو او منځلارو ډلو ترمنځ اختلافات شته.