د روسیې د
بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۳مه، د بلخ ولایت په مزارشریف
ښار کې افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د سپارلو مراسم ترسره شول.
د وزارت په
وینا، په دغو مرستو کې غني شوې اوړه شامل دي او دا مرسته د خوړو نړیوال پروګرام ته
د روسیې د پراخې ونډې برخه ده چې ټولټال شاوخوا ۳۹۷۷ مټریک ټنه کېږي.
په کابل کې د
روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي، دا مرسته د روسیې د اساسي ونډې په چوکاټ کې
برابره شوې او موخه یې د اړمنو افغانانو ملاتړ دی.
هغه زیاته کړې
چې افغان ولس کولی شي په راتلونکي کې هم د روسیې پر بشري مرستو اتکا وکړي.
د مرستو د وېش
مهالوېش او د هدف شويو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا مرسته په
داسې حال کې افغانستان ته رسېږي چې هېواد لا هم له سخت بشري بحران سره مخ دی او د
کلونو اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله میلیونونه
کسان د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.
نړیوالو سازمانونو، د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون، څو ځله خبرداری ورکړی چې د خوړو ناامني لا هم پراخه ده، په ځانګړي ډول په کلیوالو او وچکالۍ ځپلو سیمو کې.