د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد اذربایجان ته د سفر پر مهال د یاد هېواد د ټرانسپورټ له مرستیال وزیر سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو
لورو په یوه لیدنه کې د ټرانزیټ د اسانتیاوو، د افغانستان د بار وړونکو موټرو د تګ
راتګ او د نفتي موادو د لېږد په اړه بحث کړی او د ګډو همکاریو پر پراختیا یې
ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې د دغو همکاریو په زیاتېدو سره به د
افغانستان او اذربایجان ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکې لا پراخې شي.
افغانستان د سیمې د ټرانزیټي دهلیز په توګه د خپل جغرافیایي موقعیت له
امله له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د ترانسپورټ او سوداګرۍ د پراختیا هڅې
کوي.
په وروستیو کلونو کې د
طالبانو حکومت هڅه کوي، چې د ټرانزیټي لارو د اسانتیا، د صادراتو د زیاتوالي او د
سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي.