د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، ویلي چې اوربند هغه مهال مانا پیدا کوي چې سمندري محاصره پای ته رسېدلې وي.
هغه په اېکس کې لیکلي، تر هغه چې په ټولو جبهاتو کې جګړه پارونه ونه درېږي، رښتینی اوربند به تحقق ونه مومي.
قالیباف زیاته کړې چې که چېرې اوربند په ښکاره ډول مات شي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل به ممکن نه وي.
د ایران د پارلمان رئیس همداراز ټینګار کړی چې د ده په وینا، مقابل لوري د «پوځي تېري» له لارې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او د «زورواکۍ» له لارې به هم ونه رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، له ایران سره اوربند به تر هغه وخته وغځول شي څو تهران خپل وړاندیز وړاندې کړي او خبرې اترې بشپړې شي.