Search

ټرمپ: د هرمز تنګي پرانیستې پاتې کیدل د ایران په ګټه دي، کمزوری چلند به هوکړه له خطر سره مخ کړي

News image
2 غویی 1405 - 12:24

د امریکا ولسمشر ډونالډ جي ټرمپ ویلي، ایران نه غواړي د هرمز تنګی وتړل شي او هڅه کوي دا مهمه سمندري لار پرانیستې پاتې شي، خو نوموړي د هرې احتمالي هوکړې په اړه د “پیاوړي اقدام” پر اړتیا هم خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ په «ټروت سوشیال» کې په یوه پوسټ کې ویلي، ایران د هرمز تنګي تړل نه غواړي، ځکه د هغه په ادعا، که دا لار وتړل شي، تهران به هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره عواید له لاسه ورکړي. هغه زیاته کړې چې د تنګي د پرانیستې ساتلو غوښتنه د ایران له لوري د “مخ ژغورنې” هڅه ده.

نوموړي دا هم ویلي، ځینو کسانو ورسره په دې وروستیو کې اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې ایران غواړي دغه تنګی سمدستي بېرته پرانیستل شي، خو خبرداری یې ورکړی چې دا ډول ګامونه کولی شي هر ډول احتمالي هوکړه له خطر سره مخ کړي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې له “پیاوړي چلند” پرته له ایران سره هېڅ هوکړه نه شي کېدای، او زیاته کړې یې ده چې که داسې ونه شي، نو “د هغوی د هېواد پاتې برخه او مشران به له منځه یوړل شي”، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.