د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال محمدنعیم د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي جیلز برټرنډ سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا،
په دې کتنه کې د دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز د
دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
محمدنعیم د اروپایي اتحادیې له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی،
چې دغه مرستې باید د دوامدارو پرمختیايي پروګرامونو پر لور واوړي، څو کاري فرصتونه
زیات شي او د خلکو د اساسي ستونزو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي.
نوموړي همداراز د متقابل درناوي پر بنسټ پر متوازنو اړیکو ټینګار کړی
او زیاته کړې یې ده، چې د ستونزو د حل لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره خبرې اترې او
ډیپلوماسي ده، چې دا د طالبانو له لومړیتوبونو څخه ده.
بلخوا، د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي هم د ستونزو د حل لپاره
ډیپلوماسي او خبرې اترې مهمې بللې او له افغانستان سره یې د دوامداره همکاریو ډاډ
څرګند کړی دی.
هغه د افغانستان د سوداګریزو چارو په اړه ویلي، چې د اروپا بازارونه د
افغان صادراتو پر مخ پرانیستي دي او افغاني توکي، په ځانګړي ډول وچه مېوه، په
اروپايي هېوادونو کې ښه بازار لري او د خلکو له لوري خوښېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې اروپایي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي
لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
دواړو لورو په پای کې د لا ښې همغږۍ لپاره د دوامداره ناستو پر دوام
ټینګار کړی دی.