د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې متحده ایالات پر عراق حکومت زیاتېدونکي فشارونه واردوي، څو له ایران سره خپلې اړیکې راکمې کړي او په دغه هېواد کې د تهران پورې تړلې وسلهوالې ډلې مهار یا منحل کړي.
د راپور له مخې، واشنګټن له بغداد څخه غوښتي چې هغه ایران پلوه وسلهوالې ډلې، چې په وروستیو کې یې په عراق کې د امریکايي ځواکونو او ګټو پر وړاندې بریدونه کړي، کنټرول او بېاغېزې کړي.
راپور زیاتوي، چې امریکا په وروستي اقدام کې له عراقي امنیتي بنسټونو سره خپلې امنیتي همکارۍ او ځینې مالي مرستې ځنډولې دي.
دغه اقدام د ترهګرۍ ضد ځینو ګډو پروګرامونو او د عراقي ځواکونو د روزنې د پروګرامونو درول هم رانغاړي.
«نیویارک ټایمز» د عراقي چارواکو له قوله لیکلي، چې عراق په یوه ستونزمن وضعیت کې قرار لري، ځکه له یوې خوا له امریکا سره امنیتي اړیکې لري او له بلې خوا له ایران سره نږدې سیاسي او پوځي اړیکې ساتي.
په ورته وخت کې، واشنګټن ټینګار کړی چې د امریکا پر ګټو او ځواکونو بریدونه به ونه زغمي او له عراق حکومته یې غوښتي چې د ایران پورې تړلو وسلهوالو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.