Search

طالبان د مرکزي اسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې ګډون کوي

News image
31 وری 1405 - 10:03

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د مرکزي اسیا په نړیوال صنعتي نندارتون (INNOPROM) کې د ګډون په موخه د ازبکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نورالدین عزیزي سره په دغه پلاوي کې د پنبې، ډبرو سکرو، مصالحو او کرنیزو محصولاتو د سکټورونو شاوخوا ۶۰ شرکتونه شامل دي، چې په دغه نندارتون کې به ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه نندارتون د اپرېل تر ۲۲مې نېټې پورې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي، چې موخه یې د صنعت او ټکنالوژۍ پراختیا او د پانګونې جلبول دي.

 په دغه نندارتون کې د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، بیلاروس او روسیې چارواکي او پانګوال ګډون کوي.