ایراني دولتي رسنۍ «ایرنا» راپور ورکړی چې ایران وايي د امریکا غوښتنې، بدلېدونکي دریځونه او دوامداره پوځي فشارونه د روانو خبرو اترو د پرمختګ مخه نیسي او د اوسنیو شرایطو لاندې د کومې روښانه پایلې تمه نه کېږي.
د راپور له مخې، تهران د امریکا غوښتنې «زیاتې، غیرمنطقي او غیرواقعي» بللې او واشنګټن یې تورن کړی چې د خبرو پر مهال یې خپل دریځ څو ځله بدل کړی او متضادې تګلارې یې خپل کړي دي.
ایرنا زیاته کړې چې د امریکا له لوري دوامداره سمندري بندیز د اوربند د هوکړې سرغړونه ده او د خبرو د پرمختګ هڅې یې لا پېچلې کړې دي. دغه راز، ایران د امریکايي چارواکو هغه څرګندونې هم نیوکې کړي چې ګواښوونکې بلل شوي او د خبرو د ټکنۍ کېدو یو لامل ګڼل شوي دي.
راپور کې راغلي: «په دې شرایطو کې د ګټورو خبرو کومې نښې نه تر سترګو کېږي.»
ایران همدارنګه د امریکا د رسنیو راپورونه رد کړي او هغه یې «رسنیزه لوبه» بللې چې هدف یې پر ایران فشار زیاتول او د ملامتۍ اړول دي.
بلخوا، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي انادولو اژانس ته ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د دغه هېواد استازي سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر به د ایران سره د خبرو د نوي پړاو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي چې ټاکل شوې غونډې به د سې شنبې په ورځ په اسلامآباد کې ترسره شي او ښايي تر چهارشنبې هم وغځېږي.
د راپور له مخې، د امریکا او اسرائیلو له لوري د ایران پر ضد د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې جګړې وروسته د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ په جدي ډول اغېزمن شوی، چې دا وضعیت د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ امنیت په اړه اندېښنې زیاتوي.