د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یکشنبه) د ارګ پاڼې د ۱۰۰مې ګڼې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د طالبانو د لاسته راوړنو او پرمختګونو د روښانه کولو لپاره یې یو اطلاعاتي بانک جوړ کړی، څو رسنۍ وکولای شي اړوند معلومات په اسانه ترلاسه او ترې ګټه واخلي.
مجاهد اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی مهم وباله او زیاته یې کړه چې د کره
معلوماتو وړاندې کول د «دښمن» د تبلیغاتو مخه نیسي او د اطلاع رسونې هر ګام د خلکو
پر ژوند او د نظام پر وضعیت مثبت اغېز لري.
هغه د طالبانو د ادارو ویاندویان مسؤل وبلل چې خپل اړوند کره معلومات
پر وخت دغه اطلاعاتي بانک ته وسپاري، څو رسنۍ وکولای شي له یوه باوري ادرس څخه
استفاده وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان رسنۍ لا هم شکایت کوي چې د
معلوماتو او اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اړین
معلومات پر وخت ورسره نه شریکېږي.