Search

ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي د ټاکلو بهیر پیل کړ

News image
30 وری 1405 - 10:45

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۶ میلادي دورې لپاره د نوي سرمنشي د ټاکلو رسمي بهیر یې پیل کړی دی.

د دغه سازمان په وینا، دا بهیر د ۲۰۲۵ میلادي کال د نومبر په ۲۵مه (د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ ۴مه) د عمومي اسامبلې د رئیس او د امنیت شورا د رئیس په ګډ لیک سره پیل شوی، او غړو هېوادونو ته د نوماندانو د معرفي کولو بلنه ورکړل شوې ده.

په تایید شوو نوماندانو کې د ارجنټاین رافایل ماریانو ګروسي، د کوسټاریکا ربیكا ګرینسپن او د سینیګال پخوانی ولسمشر ماکي سال شامل دي.

همدارنګه د ځینو نورو څېرو لکه میشل باشله او ویرجینیا ګامبا نوماندې وروسته بېرته اخیستل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د پلان له مخې، له نوماندانو سره علني خبرې اترې د ۲۰۲۶ میلادي کال د اپرېل په ۲۱ او ۲۲مه (د ۱۴۰۵ کال د غویي ۱ او ۲مه) ترسره کېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرې شي.

په دغو بحثونو کې به نوماندان د ملګرو ملتونو د راتلونکي په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړي. تر دې وروسته به د امنیت شورا وروستی نوماند عمومي اسامبلې ته د تصویب لپاره وړاندې کړي.