Search

طالبان: پرون ۹۸۰ مهاجرې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

News image
30 وری 1405 - 09:52

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون وايي چې پرون ۹۸۰ مهاجرې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د شمېرو له مخې، له دې ډلې ۸۲۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۱۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۶ کورنۍ د ابریشم پله له لارې او ۷ نورې کورنۍ د اسلام‌قلعه له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دغه کمېسیون زیاتوي چې یوه ورځ وړاندې هم تر یو زرو ډېرې مهاجرې کورنۍ هېواد ته بېرته راغلې وې.

په وروستیو اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د راستنېدو او اخراج بهیر چټک شوی دی.

راپورونه ښيي چې هره ورځ سلګونه کورنۍ له دغو دوو هېوادونو افغانستان ته راستنېږي، چې دې وضعیت د هغوی د سرپناه، معیشت او د اساسي خدماتو د وړاندې کولو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.