د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په لبنان کې د ملګرو ملتونو د موقتي سوله ساتو ځواکونو پر اډې وروستی برید په کلکه غندلی، چې له امله یې یو فرانسوی سوله ساتی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
ګوتریش په یوه اعلامیه کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د وژل شوي سرتېري له کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره خپله «ژوره خواخوږي» څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د «بشپړې او چټکې روغتیا» هیله وکړه.
هغه وویل، دا په وروستیو اوونیو کې درېیم برید دی چې په لبنان کې د سولهساتو ځواکونو د مرګژوبلې سبب ګرځي، او دا وضعیت په سیمه کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپاروي.
ګوتریش ټینګار وکړ: «دا بریدونه باید ودرېږي»، او له ټولو ښکېلو لورو یې وغوښتل چې د جګړې د درولو هوکړه درناوی کړي او پر اوربند عمل وکړي.
د ملګرو ملتونو د موقتي ځواک ، چې د لبنان او اسراییل ترمنځ د پولې په اوږدو کې د سولې د څار لپاره جوړ شوی، د روانو سیمهییزو ترینګلتیاوو او پرلهپسې نښتو له امله له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی.