پاکستاني رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د هریپور اړوند په هټر صنعتي سیمه کې د ګاز پایپ لاین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، دا پېښه په هټر صنعتي ښارګوټي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ګاز پایپ لاین وچاودېد او ورپسې اور ولګېد، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه.
د هریپور د امنیه قوماندان شفیعالله ګنډاپور ویلي، چې پولیس، بېړني مرستندویه ټیمونه او د اور وژنې ډلې د پنځو ولسوالیو څخه سیمې ته ورسېدل او په ګډه یې د اور د مهارولو هڅه وکړه.
هغه زیاته کړې، چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. د پنځو کسانو جسدونه د کوټ نجیبالله روغتون ته لېږدول شوي او درې نور د ټراما مرکز ته انتقال شوي دي. ټپیان هم د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.
په پاکستان کې صنعتي پېښې، په ځانګړي ډول د ګاز له بنسټیزو تاسیساتو سره تړلې، نو ځکه د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته شوي دي. زړې زیربناوې او محدود نظارت د دې لامل شوی، چې ورته پېښې بیا بیا تکرار شي، او له همدې امله پر چارواکو فشارونه زیات شوي، څو د خوندیتوب معیارونه او د بیړنیو حالاتو د چمتووالي کچه لوړه کړي.