Search

ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته نږدې شوې

News image
26 وری 1405 - 08:09

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره جګړه پای ته نږدې شوې ده.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي: «که همدا اوس شاتګ وکړم، هغوی ته به شاوخوا ۲۰ کاله وخت پکار وي چې خپل هېواد بېرته جوړ کړي. زموږ کار لا بشپړ شوی نه دی، خو وبه ګورو چې څه پېښېږي.»

نوموړي زیاته کړې، د هغه په باور ایران د یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لېوالتیا لري.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، که هغه ځینې پرېکړې نه وای کړې، ایران به اټومي وسلې ترلاسه کړې وای.

ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړې وای، نو په سیمه کې به د ځواک توازن داسې بدلون موندلی وای چې نور هېوادونه به د هغوی د شرایطو منلو ته اړ شوي وای، چې د هغه په وینا «د منلو وړ نه ده.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په اسلام‌اباد کې مخامخ خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بل پړاو د ترسره کېدو هڅې روانې دي.