د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۲۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۴ نور سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
د یادې خونې په وینا، دغه تړونونه د ۱۴۰۵ کال د حمل په ۲۵مه، د سهشنبې
په ورځ، د هرات ښار کې د افغانستان–ازبکستان د ګډ سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک
شوي دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، په وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان
ترمنځ د سوداګریزو تړونونو کچه زیاته شوې، چې ټولیز ارزښت یې تر دوه میلیارده او ۵۰
میلیونه امریکايي ډالرو پورې رسېږي.
چارواکي وایي، د دغو تړونونو له عملي کېدو سره به د دواړو هېوادونو
ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي.