د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي له لارې ۳۴ کښتۍ تېرې شوې دي.
ټرمپ دا څرګندونې په خپلې «Truth Social» پاڼه کې کړې، خو د کښتیو د ډول یا بار په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دغه ادعا داسې مهال کېږي چې د دې مهمې سمندري لارې په اړه نړیواله پاملرنه زیاته شوې او سیمه کې ترینګلتیا لوړه شوې ده.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري تنګو څخه دی، چې هره ورځ د نړۍ د نفتو او مایع طبیعي ګازو د پام وړ برخه ترې لېږدول کېږي، او هر ډول ګډوډي پکې د نړیوالو بیو او سوداګرۍ پر بهیر اغېز کولی شي.
په وروستیو اوونیو کې د ایران، امریکا او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د خلیج په اوبو کې د سمندري امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، او یو شمېر هېوادونو د کښتیو د تګ راتګ څارنه هم زیاته کړې ده.