Search

ان‌بي‌سي: چین ایران ته د هوایي دفاع نوی سیسټم ورکوي

News image
24 وری 1405 - 08:37
کابل ټربیون - ان‌بي‌سي نیوز د امریکایي استخباراتو په حواله راپور ورکړی چې چین تر یوې اوونۍ ایران ته د هوایي دفاع نوی سیسټم ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل چې چین به د دې کار له امله بدو پایلو سره مخ شي.
تر دې وړاندې سي‌ان‌ان هم د امریکا د اسختباراتي چارواکو په حواله ورته راپور خپور کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد کې د امریکا او ایران مذاکرات تر شاوخوا ۲۱ ساعتونو وروسته بې پایلې پایته ورسېدل او د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس و ویل چې ایراني لوري یې شرایط ونه منل.