Search

په کندهار هوايي ډګر کې د ۸۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوي ترمینل کارونه پیل شول

News image
23 وری 1405 - 20:19

د طالبان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د یوه نوي ترمینل د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ترمینل د جوړولو چارې نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه په یوه رسمي غونډه کې پيل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د دغه ترمینل د جوړولو لګښت ۸۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې ده چې په نږدې دوه نیمو کلونو کې به بشپړ شي.

سرچینه زیاتوي، چې نوی ترمینل به د ۳۰۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت ولري او د مسافرو لپاره به په کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د کندهار نړیوال هوايي ډګر د هېواد له مهمو هوايي مرکزونو څخه دی، چې د کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره کارول کېږي. د طالبانو چارواکي وایي، د نوي ترمینل جوړول به د مسافرو د خدماتو د ښه‌والي او د هوايي ډګر د ظرفیت د لوړولو لپاره مهم ګام وي.