کابل ټریبون - د رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران او د متحده ایالاتو حکومت د اوربند یوه طرحه ترلاسه کړې چې د پاکستان په منځګړیتوب وړاندې شوې ده، او شونې ده چې دا طرحه د دوشنبې په ورځ( د وري په ۱۷مه) نېټه پلي شي.
یوې باخبرې سرچینې د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې دغه پلان کېدای شي په همدغې ورځ د هرمز تنګي د پرانیستلو سبب شي او په راتلونکو اوونیو کې هم پراخ توافق رامنځته شي.
خو راپور کې راغلي چې تهران ویلي چې کېدای شي سمدستي د اوبو دغه سټراټېژیکه لار پراننیزي.
هرمز تنګی د نړۍ د تیېو د ټرانسپورټ یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او پهکې هر ډول ګډوډي کولای شي د انرژۍ پر نړۍوالو بازارونو د پام وړ اغېزې ولري.
تر اوسه د دې اوربند پلان او ورسره تړلې پېښې په رسمي توګه ندي تأیید شوي.