د یادې قومندانۍ ویاند، شیر احمد برهاني، ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د دوو بار وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې ورپسې اورلګېدنه هم شوې ده.
هغه زیاته کړې چې یو کرولا ډوله موټر هم په اور کې راګیر شوی و او د هغه ټول پنځه تنه سپرلۍ پهکې مړه شوې ده.
چارواکو ویلي چې د پېښې د لامل د روښانه کولو لپاره څېړنې روانې دي.