کابل ټریبون - په افغانستان کې د جاپان سفیر، کینیچي ماساموتو، د وروستیو سېلابونو او زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د جاپان سفارت د یکشنبې په ورځ( د وري په ۱۶مه) پر خپله ایکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ماساموتو د ویجاړوونکو سېلابونو او زلزلې له امله د رامنځته شویو تلفاتو او زیانونو له کبله ژور خپګان څرګند کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د جاپان سفیر خپله صمیمانه خواخوږي او تسلیت د قربانیانو له کورنیو سره شریک کړی او د دغو پېښو ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د شمېرو له مخې، د وروستیو څه باندې یوې اوونۍ په ترڅ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي.