دغې محکمې د سېشنبې په ورځ (د وري په ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه، د طالبانو د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې هر یو په ۳۹ دُرو محکوم شوي وو، چې دا حکم د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته په عام محضر کې تطبیق شوی دی.
په یوې جلا اعلامیه کې ویل شوي، چې د بلخ ولایت د شورټیپې ولسوالۍ کې هم دوه تنه هر یو په دوه کاله تنفیذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهلو محکوم شوي وو، چې دا حکم هم د طالبانو د سترې محکمې له وروستي تایید وروسته عملي شوی دی.
طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې څو ځله تورن کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي؛ هغه اقدام چې تل د نړۍوالو بشري حقونو بنسټونو له لوري تر نیوکې لاندې راغلی او د بشري ارزښتونو خلاف بلل شوی دی.