Search

فرانسوۍ ډیپلوماټه: فرانسه له طالبانو سره د خبرو پر ځای د افغان ښځو ترڅنګ ولاړه ده

News image
3 وری 1405 - 10:35
کابل ټربیون - د بشري حقونو په برخه کې د فرانسې سفیره ایزابل روم وایي، افغان ښځې قرباني نه بلکې، د مبارزې ژغورل شوې دي او باید د افغانستان اړوند پرېکړو کې حضور ولري.
ایزابل د بشري حقونو له یو شمېر افغان فعالانو سره کتنه کې ټینګار کړی چې فرانسه د افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده او طالبانو سره هر راز خبرې ردوي.
هغې زیاته کړې چې د طالبانو له لوري وضع شوي قوانین چې شمېر یې له ۱۲۰ ډېر دی، د ښځو اساسي حقونه یې محدود کړي او ټولنه کې یې د دوی پر حضور بندیز لګولی دی.
ایزابل روم ویلي، پاریس له څو نورو هېوادونو سره په ګډه د جرمونو له نړۍوالې محکمې غوښتي چې د طالبانو د رهبر د نیولو حکم ورکړي او افغانستان کې د جرمونو د مستند کولو لپاره د یوه څېړنیز میکانیزم د جوړېدو ملاتړ کوي.