کابل ټریبون - د بښنې نړۍوال سازمان وایي چې د طالبانو د محکمو نوې جزایي اصولنامه د افغانستان د ښځو او نجونو عدالت ته لاسرسی، برابري او شخصي خپلواکي لا زیاته محدودوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د کب په ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د طالبانو له لوري په پرلهپسې توګه کمزوري شوي دي او دا نوې مقرره ښايي پر هغوی فشارونه نور هم زیات کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې طالبان باید دا «سختدریځه» اصولنامه ژر تر ژره لغوه کړي.
تر دې مخکې هم د بشري حقونو سازمانونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، څو ځله پر دې اصولنامه نیوکه کړې او دا یې د افغان وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو، د اساسي حقونو محدودوونکې بللې ده.