Search

د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو د محکمو نوې جزايي کړنلار د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض زیاتوي

News image
16 کب 1404 - 17:06
کابل ټربیون - د بښنې نړۍوال سازمان وایي چې د طالبانو د محکمو نوې جزايي کړنلار، چې تازه د دغې ډلې د مشر له لوري تایید شوې، د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض لا زیات بنسټیز کوي.

دغه سازمان په یوه تازه حقوقي شننه کې ویلي چې د «طالبانو د محکمو جزايي کړنلار» د یو لړ مبهمو او پراخو تورونو لپاره سزاوې او احکام ټاکلي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره جدي پایلې لرلی شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، په دې مقرره کې کورنی تاوتریخوالی یوازې هغه وخت جرم بلل کېږي چې ښځه د هډوکي له ماتېدو یا ښکاره ټپ سره مخ شي.

همداراز د هغو ښځو لپاره چې د مېړه له اجازې پرته څو ځله د خپلې کورنۍ لیدو ته ولاړې شي او د محکمې له امر سره سم بېرته کور ته د ستنېدو څخه ډډه وکړي، تر درې میاشتو پورې د بند سزا ټاکل شوې ده.

دغه بنسټ زیاتوي چې نوې مقرره د دیني احکامو د نه مراعتولو لپاره سختې سزاوې ټاکي او د ټیټ ټولنیز مقام لرونکو کسانو لپاره په‌کې لا سختې سزاوې په پام کې نیول شوې دي.

په ځینو مواردو کې د شتمنیو ویجاړول، د دورو وهل او حتی د اعدام سزا هم د جرمونو د لا ډېر شمېر لپاره وړاندیز شوې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دغې مقررې ځینې مادې داسې تنظیم شوي چې کېدای شي د غلامۍ د رسمیت موندلو په توګه تعبیر شي او د بشري حقونو د پراخ نقض زمینه برابره کړي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې دا مقرره ژر تر ژره لغوه یا اصلاح کړي او د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره یې برابره کړي.

همداراز یې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې دا مقرره په څرګنده توګه وغندي او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي.