د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ نن (سېشنبې، د کب په ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تصویب شوي پلان له مخې، تمه کېږي چې د بېلابېلو سکتورونو له لارې د عوایدو د نویو سرچینو په رامنځته کېدو سره به د طالبانو د ادارې بودیجه په اوږدمهال کې شاوخوا ۶۰ مېلیارد افغانۍ ته زیاته شي.
په غونډه کې کمېسیون د افغانستان د ملي سټنډرډونو ادارې له لوري وړاندیز شوي ۱۲ د ملي معیارونو مسودې او ۱۱ د ازموینې طرزالعملونه هم تایید کړل.
دغه معیارونه د ودانیزو موادو، برېښنایي او طبي وسایلو، ټوکرانو، پلاستیکي توکو، لبنیاتو، خوراکي موادو او کرنیزو محصولاتو برخې رانغاړي.
کمېسیون همدارنګه له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د نللیکې د جوړولو پروژه تصویب کړه او د سروې او ډیزاین چارو لپاره یې بودیجه ځانګړې کړه.
د طالبانو د اقتصادي دفتر د اعلامیې له مخې، اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د کابل شمالي ته د شاه او عروس بند څخه د اوبو د رسولو لپاره بودیجه ځانګړې او عملي ګامونه پورته کړي، د اوبو رسولو پروژې پاتې چارې بشپړې کړي، او په پلازمېنه کې د اوبو د نورو پروژو لپاره سروې او ډیزاین ترسره کړي.