کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن په خپله ۶۱مه غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کوي.
ټاکل شوې چې دغې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش افغانستان کې د نړۍوالو حقونو د نقض او د نړۍوالو جرمونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په اړه خبرې وکړي.
پر دې سربېره، افغانستان کې د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ به هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه دغې غونډې ته جزییات ورکړي.
د بشري حقونو شورا به دغه غونډه کې تر راتلونکي یوه کاله د ریچارډ بنټ ماموریت هم وغځوي.