Search

پاکستان د افغانستان له لارې له مرکزي اسیايي هېوادونو سره د سوداګرۍ اړیکې ارزولي دي

News image
1 کب 1404 - 17:26

د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې، محمد صادق، وايي چې د «افغانستان ـ مرکزي اسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ مرکز» غونډه د دې لپاره ترسره شوه څو د پاکستان او مرکزي اسیايي هېوادونو ترمنځ اړیکې و ارزول شي.

هغه د ۱۴۰۴ لمریز کال د حوت په لومړۍ نېټه (جمعه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې تمرکز شوی و.

د صادق په وینا، په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او مخابراتو وزارتونو لوړپوړي چارواکي، د پانګونې د اسانتیا شورا، د پانګونې بورډ او نور اړوند بنسټونه هم ګډون کړی و.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سرحدي شخړو له امله د افغانستان او پاکستان سرحدونه څو میاشتې تړلي پاتې دي.