Search

طالبانو په فاریاب کې دوه تنه د «لواطت» په تور په دُرو وهلي

News image
30 سلواغه 1404 - 17:11
کابل ټربیون ـ د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ کې دوه تنه د «لواطت» په تور په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د پنج‌شنبې په ورځ( د سلواغې په۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب ابتداییه محکمې یاد کسان هر یو پر یو کال تنفیذي بند او ۲۵ ـ ۲۵ د دُرو پر وهلو محکوم کړي وو.

د خبرپاڼې له مخې، دغه حکم د سترې محکمې له تایید وروسته پر تورنو کسانو تطبیق شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په ځينو ولایتونو کې څو ځله بدني سزاوې، لکه د دُرو وهل او په عام محضر کې اعدامونه، عملي کړي دي؛ هغه اقدامات چې د بشري حقونو د بنسټونو او نړۍوالې ټولنې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.