Search

هند له افغانستان سره د ۱۳۱ کارټنه «ټي ډي» واکسین مرسته وکړه

News image
23 سلواغه 1404 - 21:01
کابل ټربیون - د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې هند د خپلو بشري مرستو په دوام د «ټي‌‌ډي»(ډیفټري او کزاز) ۱۳۱ کارټنه واکسین دغه وزارت ته سپارلي دي.

دغه وزارت د پنج‌شنبې په ورځ ( د سلواغې په ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د دغه واکسین هر ویال ۱۰ ډوزه لري او په هر کارټن کې ۷۶۸ ډوزه واکسین شته.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه واکسین تولید نېټه د اګست ۲۰۲۵ او د کارولو پای نېټه د ۲۰۲۸ کال جولای ده.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا مرسته د وقایوي واکسیناسیون پروګرامونو د پیاوړتیا او په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د ښه کولو په موخه شوې ده.

یاده دې وي چې د هند حکومت څو اوونۍ وړاندې هم شاوخوا ۹٫۵ ټنه د سرطان ضد درمل د بشري مرستې په توګه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته سپارلي وو.