د وزارت په وینا، په دغه کمېسیون کې د اړوندو ادارو استازي، په طالبانو پورې تړلي شرکتونه او د خصوصي سکتور غړي شامل دي.
د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو پراختیا، د تجربو او معلوماتو تبادله، د سوداګرۍ اسانتیا او د ګډو پروژو د لومړیتوبونو ټاکلو په اړه خبرې شوې او د کابل او ریاض ترمنځ د تېرو اقتصادي همکاریو تاریخ هم وڅېړل شو.
طالبانو د دغه کمېسیون د بیا فعالولو موخه د دوو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو پراختیا بللې ده.
تر دې وړاندې، د طالبانو د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ دفتر په لومړیو کې د مرغومې میاشتې په پیل کې د افغانستان، چین او سعودي عربستان ترمنځ د یوې ګډې اقتصادي کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی و.
په هر حال، تر اوسه د سعودي عربستان حکومت له افغانستان سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د بیا پیلولو په اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.