Search

طالبانو کابل کې د اتو ښځو په کډون ۱۴ تنه په دُرو وهلي

News image
22 سلواغه 1404 - 19:02
کابل ټربیون - د طالبانو ستره محکمه وايي چې په کابل ښار د اتو ښځو په ګډون ۱۴تنه د «نامشروع اړیکو او زنا» په تور په دُرو وهل شوي دي.

دغې محکمې د چهارشنبې په ورځ ( د سلواغې په ۲۲مه) په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې د طالبانو ابتدائي محکمې په کابل کې دغه کسان له ۲۵ تر ۳۵ دُرو په وهلو او له درې، پنځو میاشتو تر یو کاله په بند محکوم کړي وو.

د اعلامیې له مخې، دا حکم د طالبانو د سترې محکمې له خوا له تایید وروسته پلی شوی دی.

طالبان هره ورځ د مختلفو تورونو پر بنسټ د خلکو د بدني سزاګانو، په ځانګړې توګه په دُرو وهلو، راپورونه خپروي.

دا کړنلار په تېرو څلورو کلونو کې په ځلونو د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې له سختو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې ده.