دغه راپور همداراز ښيي چې په دغې میاشت کې په ټول افغانستان کې څه باندې ۲ زرو د شري یا سرخکان ناروغان ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۰ تنه مړه شوي دي.
په همدې حال کې، د راپور له مخې، د شدید اسهال ۷ زره او ۹۶۹ پېښې، د شري ۲ زره او ۹۵ مشکوکې پېښې چې ۱۰ مړینې یې درلودې، د ډنګي تبې ۳۴۰ پېښې پرته له مړینې، د مالاریا یو زره او ۲۲۸ پېښې پرته له مړینې او د کریمه کنګو تبې ۳۷ پېښې هم ثبت شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې ۱۱۶ بیړنۍ روغتیایي کټونه په ۸ ولایتونو کې ۹ روغتیایي مرکزونو ته سپارلي چې تمه کېږي دا کټونه به په راتلونکو درې میاشتو کې شاوخوا ۸۶ زره او ۵۵۰ کسان تر پوښښ لاندې راولي او د بیړني روغتیایي خدمتونو لاسرسی به ښه کړي.