دغه وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې په۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د ادویو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د نظارت او ارزونې مسوولانو د قیمتونو کنټرول، د احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت تامین او د روغتیایي قوانینو پلي کولو په موخه په کابل ښار کې د بېلابېلو ناحیو په ځینو دوایي تاسیساتو نظارت کړی دی.
د اعلامیې له مخې، په دغو نظارتونو کې ۱۹ دوایي تاسیسات څېړل شوي چې له دې ډلې څلور درملتونونه د روغتیایي لوایحو او مقرراتو د نقض له امله تړل شوي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د درملتونونو له مسوولانو غوښتي چې د روغتیایي قوانینو او نافذه مقرراتو په رعایت سره خپل فعالیتونو ته د ټاکل شویو معیارونو له مخې دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې هم په کابل ښار او ځینو نورو ولایتونو کې درملتونونه د روغتیایي مقرراتو د نقض له امله تړلي دي؛ دا ډول اقدامات ځینې وخت د درملتونو مالکانو له خوا له نیوکې سره مخ شوي دي.